د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو

9 میزان 1402

10582.jpg (1820 × 1024)

د ښار د بېلابېلو برخو د پاکولو په لړ کې، د لسمې ناحیې اړوند سیمو کې د یادې ناحیې د تنظیفي شرکتونو او د ښوونځي د یو شمېر زده کوونکو په ګډون تنظیفي حشر ترسره شو. د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب نوري ګډو کارونو ته د ښاریانو په ځانګړې توګه د زده کوونکو د هڅولو سربېره وویل: د ښار پاک ساتلو ته پام کول زموږټولو ګډ مسئولیت دی او باید په دې برخه کې هر وګړی خپل فردي او ټولنیز مسئولیت ادا کړي. نوموړي له ټولو ښاریانو وغوښتل چې، له کابل ښاروالۍ سره د یوه پاک ښار درلودلو په برخه کې همکار و اوسي. په دې حشر کې د کثافاتو راټولولو سربېره، یو شمېر بند لښتي هم د خاورو او خټو له شتون څخه پاک شول. د لسمې ناحیې رئیس دیادې ناحیې له اوسېدونکو وغوښتل چې، کثافات په عمومي ځایونو، لښتیو او سړکونو کې ونه غورځوي. د یادونې وړ ده چې، د هوکړه لیک له مخې د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې یوه خصوصي تنظیفي شرکت ته د غفلت له امله خبرداری ورکړ شو، که چېرته خپل فعالیتونه اصلاح نه کړي کار به یې بند کړل شي