د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته، د پنځمې ناحیې په شلم ګذر د هراتي سرای تر شا د وردګو جومات ته څېرمه، د (۶) کوڅو د جوړولو چارې روانې دي. دغه کوڅې په ټولیزه توګه ( ۱۳۸۵) متره اوږدوالی او (۳،۵) متره سور لري چې، د لښتي په ګډون به یې چارې تر راتلونکو دوه میاشتو پورې بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې حل شي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه پلان لري چې، دښاریانو دهوساینې په موخه، له ښاري آسانتیاوو څخه محرومو سیموکې ورته پروژې هم پلې کړي
د پنځمې ناحیې په په شلم ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې روانې دي
9 میزان 1402