الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خوشحال خان مېنې په (ب) برخه کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې روانې دي

10 میزان 1402

10586.jpg (1820 × 1024)

تفریحي او زرغونو سیمو ته د ښاریانو د لاس رسي په موخه، د پنځمې ناحیې اړوند د خوشحال خان مېنې د ( ب) برخې په قلعه وزیر سیمه کې د کابل ښاروالۍ له لوري او د (UNHCR) دفتر په مرسته، د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې روانې دي. دغه پارک چې کابو (۵ ) زره متر مربع مساحت لري، د جوړولو په چارو کې یې د انګړ دېوال، په څلورو پوړونو کې د ښځو د فعالیت لپاره د یوې ودانۍ، پلو لارو، د ساتونکي د خونې، ښاري تشنابونو، لوبغالی، د ښکلا آبشارونه، یوې ژورې څاه او د اوبو د زیرمه کولو ځای جوړول او د ونو، بوټو او ګلانو کېنول شامل دي. د دې پارک په جوړېدو سره به د ښاریانو په ځانګړې توګه د کورنیو لپاره غوره تفریحي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي