د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د سړک جوړونې پروژو د کار پر کیفیت او چټکتیا ټینګار وکړ

10 میزان 1402

10588.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له بادام باغ څخه تر باغ بالا پورې سړک، د کمپنۍ عمومي سړک له فرعي لیکو، د کمپنۍ - برچي نښلوونکي سړک، د عدلیې وزارت له مخې د دارلامان تر افشار پورې سړک او د رحمن مېنې د (E) برخې له سړک څخه د لیدنې پر مهال مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، د سړک جوړونې پروژې دې په ښه کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې شي، څو په یادو سیمو کې ترانسپورټي او ترافیکي ستونزې حل او ښاریان اړینو ښاري آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي. دغه راز کابل ښاروال اړوندو مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې، د دغو پروژو د چارو د بشپړېدو په برخه کې دې له هیڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي او د پروژو له کیفیت څخه دې پړاو په پړاو څارنه وکړي، څو په لوړ کیفیت او معیاري توګه پلې شي. له بادام باغ څخه تر باغ بالا پورې نوی نښلوونکی سړک (۹۰۰) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري چې، تر دې مهاله یې (۶۰) سلنه چارې مخته تللې دي. له کوټه سنګي څخه تر کمپنۍ پورې د سړک فرعي لیکې په ټولیزه توګه (۱۱۲۸۴) متره اوږدوالی او (۱۰،۷) متره سور لري چې، تر اوسه یې (۶۰) سلنه کار مخته تللی دی. په همدې توګه له قلعه ناظر څخه د نقاش تر حمام پورې د کمپنۍ - برچي نښلوونکی سړک (۲۲۷۴) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري چې چارې یې (۷۰) سلنه مخته تللې دي. د عدلیې وزارت له مخې څخه د دارالامان تر افشار پورې سړک (۲۱۸۶) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور لري چې، تر اوسه یې (۴۰) سلنه کار مخته تللی دی. دغه راز د رحمن مېنې د(E) برخې د سړک جوړولو پروژه (۳۳۰۰) متره اوږدوالی او له (۲۰ تر ۴۰) مترو پورې سور لري چې، تر دې دمه یې (۲۵) سلنه چارې مخته تللې دي. کابل ښاروال له خپلو تر کار لاندې پروژو څخه پر وخت څارنه کوي، څوله یوې خوا دغه پروژې په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت سره پلې شي او له بل پلوه به د وخت او ملي پانګې له بې ځایه ضایع کیدو  څخه  مخنیوی وشي