الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې په درېیم ګذر کې د سړک جوړولو پروژه د بشپړېدو په حال کې ده

10 میزان 1402

10590.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې ناحیې په درېیم ګذر د ډاکتر مهدي پله او ډبرو سکرو د میداني په سیمه کې د سړک جوړولو پروژې چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د پروژو د څارنې آمر وویل: دغه سړک په ټولیزه توګه (۴۸۲) متره اوږدوالی لري چې، (۲۱۸) متره برخه یې د (۲) متره ګلدان په ګډون (۱۴) متره سور او د (۲۶۴) مترو په اوږدوالي بله برخه یې (۱۲) متره سور لري،  چې تر دې دمه یې (۹۰) سلنه چارې مخته تللې او ټاکل شوې ده تر راتلونکې نږدې یوې میاشتې پورې یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته ګڼ شمېر سیمه ییزې او ترانسپورټي آسانتیاوې رامنځته شي