الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د رحمن مېنې د (E) برخې د زرغونې سیمې جوړولو چارې به ډېر ژر بشپړې شي

11 میزان 1402

10592.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې اړوند د رحمن مېنې د (E) برخې د زرغونې سیمې جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، ډېر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې سیمې زرغونه برخه په ټولیزه توګه(۶۹۱۵)متر مربع اوږدوالی لري چې، د انګړ، پلو لارو په تیږو فرش، د اوداسه ځای، د ساتونکي خونه، لوبغالی، د ژورې څاه کېندل، څوکۍ او د بیلابیلو نیالګیو کینول په بر کې نیسي. د یادې سیمې ځمکه مخکې د یو شمېر فرصت غوښتونکو له لوري غصب شوې وه چې، تر بېرته راګرځولو وروسته یې اوس د جوړولو چارې په ښه توګه روانې دي. د یادونې وړ ده چې، د دې زرغونې سیمې ترڅنګ مخکې د سیمې د اوسېدونکو له لوري یو جومات هم جوړ شوی دی چې، د زرغونې سیمې په جوړېدو سره به د یاد جومات او سیمې ښکلا لا ډېره شي