الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې په ۴۰، ۴۱ او ۴۷م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

11 میزان 1402

10594.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو(UNOPS) ادارې په مرسته د دیارلسمې ناحیې په په ۴۰، ۴۱ او ۴۷م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي. دا کوڅې په ټولیزه توګه ۸۸۰ متره اوږدوالی او ۴ متره سور لري چې د لښتیو په ګډون به په بنسټیزه توګه جوړې شي او ورسره جوخت به د ښاریانو د خاورو او خټو ستونزې حل شي. د کوڅو پخول ښاریانو ته آسانتیاوې رامنځته کوي او دا کار د سالم ټولنیز او ښاري چاپیریال په رامنځته کولو کې له ارزښت څخه برخمن دی