الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د یوولسمې او پنځلسمې ناحیې له اداري دفترونو لیدنه وکړه

11 میزان 1402

10596.jpg (1200 × 675)

په خپل وخت د چارو ترسره کولو او د غوره ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د یوولسمې او پنځلسمې ناحیې له اداري دفترونو او دیادو ناحیو اړوند له یو شمېر ښاري سیمو څخه لیدنه وکړه او مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې، د سیمه ییزو او ښاري ستونزو د حل په برخه کې دې کوټلي ګامونه پورته کړي. کابل ښاروال څرګنده کړه چې، د ښاري نظم رامنځته کولو، د ښاري خدمتونو د محصول راټولولو، تنظیفي او د زرغونتیا خدمتونو او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په برخو کې ډېر کار ته اړتیا ده. دغه راز نوموړي  په اداری چاروکې د ځنډ رامنخته کیدو  دمخنیوي په موخه سپارښتنه وکړه چې، د ناحیو د دفترونو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې دې اړوندمسئولین اړینې کړنې ترسره کړي څو د وخت له ضایع کېدو څخه مخنیوی وشي او کارونه په ښه توګه او په خپل وخت ترسره شي. کابل ښاروال د خیرخانې مېنې د لومړۍ برخې د ګولایي پارک د بیارغونې له چارو څخه د لیدنې پر مهال، په یوه غوره تفریحي ځای د دې سیمې بدلېدو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریک کړل