د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د محمد هاشم میوندوال ښوونځي له زده کوونکو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

11 میزان 1402

10598.jpg (1820 × 1024)

د ښاري کلتور د ودې او ترویج په موخه د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د اتمې ناحیې اړوند د محمد هاشم میوندوال ښوونځي له زده کوونکو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین په خپلو خبرو کې د یاد ښوونځي زده کوونکي مسئولیت منلو ته وهڅول او ویې ویل: د ښار په پاک ساتلو، د ونو او زرغونو سیمو په خړوبولو، ښاري نظم او د عامه تاسیساتو په ساتنه کې زده کوونکي مهم رول لوبولی شي؛ له همدې کبله دوی باید له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. ورته مهال د یاد ښوونځي مدیر عبیدالله احرار د کابل ښاروالۍ له لوري د عامه پوهاوي دا ډول غونډې ګټورې وبللې او ژمنه یې وکړه چې، په خپلو درسي برنامو کې به زده کوونکو ته د ښاري موضوعاتو او د عامه شتمنیو د ساتنې په اړه معلومات ورکړي. په دې غونډه کې د ښاري اخلاقو، اصولو او کلتور په اړه  یو شمېر ویډيويي کلپونه نندارې ته وړاندې شول او زده کوونکو ته د پوښتنې او ځواب زمینه برابره شوه. د یاد ښوونځي زده کوونکو پاک او زرغون کابل ښار ته د رسېدلو په برخه کې د مرستو ژمنه وکړه. د یادونې وړ ده چې، د غونډې په پای کې د ښاري موضوعاتو په اړه د عامه پوهاوي اړوند یو شمېر ډالۍ په زده کوونکو ووېشل شوې