د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د درېیمې ناحیې په لومړي ګذر کې د کوڅو او لښتي جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

12 میزان 1402

10602.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د درېیمې ناحیې په لومړي ګذر د اوبو د مخزن او نوآباد په سیمو کې د کوڅو او لښتي جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري او د درېیمې ناحیې د رئیس قاري قدرت الله امین له لوري په داسې حال کې چې، د سیمې اوسېدونکو یې ملتیا کوله، ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. په دې مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس ترانسپورتي او سیمه ییزو آسانتیاوو ته د لاس رسي په برخه کې د فرعي کوڅو په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل:  له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسیدونکو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په نیت به، په راتلونکې کې هم د یادې ناحیې په کچه ورته نورې پروژې پلې شي. نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د ټولګټو پروژو په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره همغږي او همکار و اوسي. په همدې توګه د درېیمې ناحیې رئیس وویل: د دغو کوڅو په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ګڼ شمېر سیمه ییزې او موسمي ستونزې حل شي او د سیمې له اوسیدونکو یې وغوښتل چې، د خپلو کوڅو ساتلو ته پام وکړي. د یادونې وړ ده چې، د مخزن کوڅه د لښتي په ګډون (۱۹۵) متره اوږدوالی او له (۴ تر ۵) مترو پورې سور لري او د (۲۵۳) متر مکعب په اندازه د یو استنادي دېوال جوړول د (۶،۹)میلیونه افغانیو  په لګښت، او دغه راز د دهمزنګ په نو آباد  سیمه کې  دلښتي په ګډون کوڅه چې، (۳۴۹) متره اوږدوالی او (۵،۳) متره سور لري، د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مالي ملاتړ د (۵،۳)میلیونه افغانیو په لګښت د (۵) میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي