د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له پل سوخته څلورلارې تر جمهوریت پله پورې د نوي نښلوونکي سړک د خنډونو پاکولو چارې پیل شوې

12 میزان 1402

10604.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې ناحیې اړوند د پل سوخته څلورلارې او جمهوریت پله ترمنځ د نوي جوړېدونکي سړک د خنډونو پاکولو او استملاکي کورونو ویجاړولو چارې پیل شوې. د یادې ناحیې رئیس مولوي محمد ايوب ثابت د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل چې، د دې پروژې د پلي کېدو پر وړاندې خنډ ونه ګرځي او له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. نوموړي زیاته کړه چې، د دې سړک جوړول د ماسټر پلان له مخې د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی چې، نن یې عملي چارې پیل کړې. ښاغلي ثابت دغه راز وویل چې، د دې سړک په اوږدو کې ۸۰ ملکیتونه او کورونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون له مخې یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکول کیږي. د استملاکي خنډونو تر پاکولو وروسته به د دې سړک چارې د ۹۰۰ متره په اوږدوالي او د ۳۰ متره په سور سره په بنسټیزه توګه جوړ شي. د یادونې وړ ده چې، د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ستونزې حل او ورسره جوخت به ګڼ شمېر ښاري آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره کړي