د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

12 میزان 1402

10606.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د هوايي بلاکونو له سړک او د لسمې ناحیې اړوند د تيږو فرش په بڼه د وزیرمحمد اکبرخان – بي بي مهرو نښلوونکي سړک د پلو لارو د جوړېدو له چارو لیدنه وکړه او مسئولینو ته یې اړینې سپارښتنې وکړې. ټاکل شوې ده د وزیر محمد اکبرخان- بي بي مهرو او قلعه موسی تر منځ د نښلوونکي سړک پلې لارې د ښاري ښکلا او د ښاریانو د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه په تیږو فرش شي. د یاد سړک د جوړېدو چارې تېر کال د (۱۰۸۴) مترو په اوږدوالي او د (۲۰) مترو په سور سره د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري پیل شوې وې، چې څه موده وړاندې یې قیر چارې بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو. دغه سړک د ترافیکي ګڼه ګوڼې دکمښت او د سیمو د اقتصادي ودې په برخو کې له خورا اهمیت څخه برخمن دی. په همدې توګه د هوايي ډګر له واټ څخه تر هوايي بلاکونو پورې د سړک د جوړولو چارې، د(۹۰۱) مترو په اوږدوالي او د لښتي، ګلدانونو او پلو لارو په ګډون، د (۱۹،۳) مترو په سور سره پیل شوې دي چې، په شپږو میاشتو کې به په بنسټیزه توګه بشپړې شي. دغه راز کابل ښاروال ټینګار وکړ چې، د پروژو د پلي کېدو له څرنګوالي څخه دې د کابل ښاروالۍ تخنیکي ټیمونه په څو پړاونو کې څارنه وکړي، څو یادې پروژې په ټاکلي وخت او معیاري توګه بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي