د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سلطان محمود غزنوي سړک د فرعي لیکو جوړولو چارې پیل شوې

13 میزان 1402

10608.jpg (1820 × 1024)

د سیمو د اقتصادي ودې او ترانسپورتي آسانتیاوو ته د لاس رسي په موخه، له هنګرها څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر پنځم سړک پورې د سلطان محمود غزنوي سړک د فرعي لیکو جوړولو چارې پیل شوې. کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له یادې پروژې څخه د لیدنې پر مهال قراردادي شرکت ته د پروژې پر کیفیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې، د دې سړک د کیندنو او خاورو لیږدولو کار باید له قرار داد سره سم ترسره او ددې پروژې چارې  په معیاري توګه بشپړې شي. دا دوه فرعي سړکونه په ټولیزه توګه (۱۸۴۵) متره اوږدوالی او (۱۶) متره سور لري چې، د پلو لارو، لښتي او ګلدان په ګډون به د (۳۰) میلیونه افغانیو په لګښت د کابو شپږو میاشتو په موده کې جوړ  او ورسره جوخت به  له یوې خوا ترافیکې ستونزې کمښت ومومي او بل خوابه د ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو ته غوره ټولنیزې او ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته شي