د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د میوند واټ شاته د سړک په اوږدو کې پاتې خنډونه پاک شول

13 میزان 1402

10610.jpg (1820 × 1024)

د لومړۍ ناحیې مسئولینو د عملیاتي پلان په پلي کولو سره، د میوند واټ شاته د کوچه بارانه او علي رضاخان سیمې د سړک په اوږدو کې پاتې خنډونه پاک او ویجاړ کړل. د لومړۍ ناحیې رئیس مولوي محمد عالم عاصم په دې اړه وویل: له وړاندې د دغه اوه متره سړک د دوام په موخه، دواړو خواوو ته د کوچه بارانه او علي رضاخان په سیمو کې ځای ټاکل شوی وو چې اوس له ناقانونه تأسیساتو او خنډونو څخه پاک شو او ډېر ژر به د سړک جوړولو په اړه هم اقدام وشي. اوس مهال د کوچه بارانه او علي رضا خان سیمې له میوند واټ سره ونښلول شوې چې، دا کار به د سیمې اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي او ورسره جوخت به د سیمې اوسېدونکو په ځانګړې توګه مارکیټ لرونکو او هټیوالو ته ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، څه موده وړاندې د میوند واټ له بلاکونو (ځاځي جومات) څخه تر ابن سینا روغتون (اور وژنې مدیریت) پورې د څلور زره مترو په اوږدوالي د سړک په اوږدو کې ګڼ شمېر ناقانونه تأسیسات او خنډونه ویجاړ او پاک شوي دي