الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ۱۴۰۳ کال د پرمختیايي پلان جوړولو په اړه لومړنۍ غونډه ترسره شوه

13 میزان 1402

10612.jpg (1820 × 1024)

د ۱۴۰۳ کال د پرمختیايي پلان جوړولو په اړه لومړنۍ غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ ترسره شوه.   په دې غونډه کې چې، دکابل ښاروالۍ مرستیالانو او د اړونده  ریاستونو رئیسانو هم ګډون درلود، کابل ښاروال د سړک جوړونې او زیرینايي پروژو د ډیزاین او سروې چارو په چټکتیا ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې خپل نظرونه دغونډې له ګډونوالو سره شریک کړل. نوموړي د کابل ښار د لرلید، پراختیا او دوامداره ودې په اړه وویل: نویو عمراني پروژو ته دې برابرې پراختیا او لومړیتوب ته په کتو د (۱۴۰۳) کال په پراختیایي پلان کې ځای ورکړل شي. په دې پلان کې د اصلي او فرعي سړکون، پلو لارو، کانالونو، لښتیو، پلونو، پارکونو او زرغونو سیمو جوړول، د ماشینرۍ او تجهیزاتو پېرودل، د یو شمېر پروژو ډیزاین او د ښاري تاسیساتو د بیارغونې پروژې شاملې دي. د تخنیکي او مشورتي بحثونو پر بنسټ به؛ دکابل ښاروالۍد (۱۴۰۳) کال پرمختیايي پلان، یو بشپړ او هر اړخیز پلان وي. د یادونې وړ ده چې، د سړک جوړونې پروژې لومړی سروې او ډیزاین کیږي او تر تدارکاتي پړاونو  وروسته به په سیمه کې پلی شي