الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د تنظیفي خدمتونو خصوصي شرکتونو ته خبرتیا

13 میزان 1402

10614.jpg (1000 × 1000)

دا چې لیدل شوي دي، د تنظیفي خدمتونو د خصوصي شرکتونو اړوند یو شمېر کسان له کابل ښاروالۍ سره د کړي هوکړه لیک سره په ټکر کې له کورونو را ټول کړي کثافات، د کثافاتو دانیو او د ښار نورو برخو ته لیږدوي چې، د کثافاتو تیت کېدو سبب ګرځي او په دې توګه د کابل ښاروالۍ د تنظیفي کارکوونکو پر اوږدو دروند بار ږدي. له دې کبله د تنظیفي خدمتونو ټولو خصوصي شرکتونو ته خبرداری ورکول کیږي چې، له دې سرغړونې ډډه وکړي. د سرغړونې لیدلو پر مهال به یې فعالیتونه بند شي. له کابل ښاروالۍ سره د تنظیفي خدمتونو د خصوصي شرکتونو له لوري د شوي هوکړه لیک له مخې دوی باید راټول کړي کثافات له ښاره د باندې د کثافاتو خښولو ځای ګزک سیمې ته ولیږدي . دغه راز شرکتونه مکلف دي چې، خپلو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړي څو، له دې کار څخه په کلکه ډډه وکړي