د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اوومه ناحیه کې له ودانیو څخه کابل سیند ته د فاضلاب لارو د بندولو لړۍ پیل شوه

15 میزان 1402

10616.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې په اړوند سیمو کې کابل سیند ته له ودانیو څخه د فاضلاب را پرېښودل شویو لارو د بندولو لړۍ پیل شوه او تر اصلاحاتو راوستو پورې به دوام ولري. د اوومې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور غفوري په دې اړه وویل: د کابل ښاروالۍ د چاپیریال ساتنې ریاست د څارنو او کنټرول پر بنسټ؛ د اوومې ناحیې په اړوند سیمو کې له ودانیو څخه کابل سیند ته د فاضلاب د را وتلو لارو د بندولو لړۍ پیل شوه او دا کار به د کابل سیند په اوږدو کې دوام ولري. د نوموړي په وینا له سرغړونکو څخه ژمنه واخیستل شوه چې، بیا ځلي کابل سیند ته فاضلاب لارې را پرېنږدي. د ښاغلي غفوري په وینا د مخکې ورکړل شوې خبرتیا له مخې یو شمېر کسانو په دې برخه کې اصلاحات راوستي وو او هغو افرادو چې، سرغړونه یې کړې وه، له قانوني چلند سره مخ شول. په همدې توګه د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مسئولین هغه کسانو ته چې، د فاضلاب لارې یې کابل سیند ته را ګرځولې دي په ټینګار سره خبر ورکوي، څو هرڅه ژر دا لارې بندې کړي او په خپل ملکیت کې ورته غیر جذبان سپتیک څاه وکیندي