د چارو په ترسره کولوکې دهمغږۍ او د ښاري چوپړتیاوو د بهیر د چټکتیا په موخه، د کابل ښاروالۍ د مشرتابه پلاوي نوبتي غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ ترسره شوه. په دغه غونډه کې چې، دکابل ښاروالۍ مرستیالانو او دمرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه، د یو شمیر نویو زیربنایي او ټولګټو پروژو د سروې، ډیزاین او عملي چارو د پیل، په بیلابیلو سیمو کې د موجوده چاپیریال او ښاري ستونزو حل، د تنظیفي وضعیت ښه والي او زرغونتیا، د غوره ښاري نظم رامنځته کولو، او دخوندي پانګونې لپاره له ښاري سیمو څخه په ښه توګه دګټې اخیستنې په اړه بحث او خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.
د کابل ښاروالۍ د مشرتابه پلاوي نوبتي غونډه ترسره شوه
15 میزان 1402