الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په برچي کې د ۱۶ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې بشپړې شوې

15 میزان 1402

10624.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې او دیارلسمې ناحیې اړوند له پل سوخته څخه تر قلعه نو پورې د برچي سړک د بیارغولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا پیل شوې وې، بشپړې شوې. د سړکوونو د بيارغونې مسؤل انجنير شريف الله قادري  په دې اړه وويل: د دغه سړک هغه برخې چې د وخت په تېرېدو سره زیانمنې شوې وې، له فني او تخنيکي څېړنو وروسته، د (١٦) کيلومترو په اوږدوالي او (١١) متره سور د پرمختللې ماشينرۍ په کارولو سره په اساسي او معیاري توګه بیا ورغول شوې. دا کار د سړکونو د بشپړ ویجاړېدو د مخنیوي او د عامه تأسیساتو د ساتنې او څارنې لپاره مهم دی د ښار هغه سړکونه چې، رغولو ته اړتیا لري، په اساسي توګه به بیا ورغول شي.