د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څوارلسمې ناحيې اړوند د شملزو په سيمه کې د شپږو کوڅو د جوړولو چارې روانې دي

15 میزان 1402

10626.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د څوارلسمې ناحیې اړوند د دیارلسم ګذر په شملزو سیمه کې د شپږو کوڅو د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پیل شوې وې اوس هم دوام لري.n د يادې پروژې مسؤل انجنير عبدالهادي په دې اړه وويل: د لښتیو په ګډون دغه کوڅې چې، په ټولیزه توګه (١٥٠٠)متره اوږدوالى او په منځنۍ کچه (۴) متره سور لري، د (١١،٧) ميليونه افغانیوپه لګښت به په اساسي توګه جوړې شي. دغه پروژه تر اوسه کابو (٨٠) سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې ده چې، تر راتلونکې يوې مياشتې پورې به بشپړه او ګټې اخستنې ته وسپارل شي. دیادولو وړ ده چې، ددغې پروژې له لارې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده