الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کول حشمت خان د سړک جوړولو پروژه، (۴۵) سلنه پرمخ تللې ده

16 میزان 1402

10628.jpg (1820 × 1024)

په اتمه ناحیه کې د بالا حصار سیمې څخه د کابل- لوګر تر سړک پورې د کول حشمت خان سړک د جوړولو پروژه چې، څه موده وړاندې پیل شوې وه،  تر اوسه (۴۵) سلنه پرمخ تللې ده. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د ریاست د مسؤلینو په وینا، د دغه سړک بنسټیزې چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به یې د کانکریټ کولو چارې هم پېل شي. دغه پروژه چې، د پلچکونو او لښتیو جوړول هم پکې شامل دي په ټولیزه توګه، (۳۹۰۰) متره اوږدوالی او (۷.۲) متره پلنوالی لري، او د څه باندې (۴۱) میلیونه افغانیو په لګښت  به په بنسټیزه توګه بشپړه، او ورسره جوخت به له یوې خوا  د ور څېرمه  سیمو اوسیدونکو ته ګڼې آسانتیاوې برابرې او له بلې خوا به د کابل- لوګر پر سړک د ترافیکو ګڼه ګوڼه کمه شي.  د یادونې وړ ده چې، دغه سړک ترانسپورتي زیربناوو ته د ښاریانو د لاسرسي او د اقتصادي ودې په برخوکې ځانګړی اهمیت لري