د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې په ۳۲ او ۳۳م ګذرکې دلښتي او فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې

16 میزان 1402

10630.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د شپږمې ناحیې اړوند د ۳۲ او ۳۳م  ګذر د قلعه مسلم او سرآسیاب په سیموکې د فرعي سړک او لښتي جوړولو چارې پیل شوې. د شپږمې ناحيې رئیس مولوي محمد ايوب ثابت په دې اړه وويل: د دغې پروژې په پلي کېدو سره به د سيمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې له منځه ولاړې شي او غوره ترانسپورتي او ښاري آسانتياوو ته به لاسرسی ومومي. نوموړي زیاته کړه، دا پروژه د هغو سیمو لپاره چې، له ښاري آسانتیاوو څخه بې برخې دي، ځانګړی اهمیت لري، او په ترڅ کې یې یو شمیر ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د پروژو د څارنې آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي وویل: په دې پروژه کې د لښتیو، د (۱۸۲) مترو په اوږدوالي استنادي دیوال او دپلچکونو په ګډون، د(۱۰۱۴) مترو په اوږدوالي او د(۴ تر ۵)مترو سور سره د فرعي سړکونو جوړول شامل دي چې، د ( ۱۵۷۰۰۰ ) امریکایي ډالرو په لګښت به په راتلونکو دریو میاشتو کې په اساسي توګه جوړ شي. په ورته وخت کې دیادو سیمو مشرانو او د خلکو یو شمیراستازو د کابل ښاروالۍ له پروژو  څخه د هرکلي سربېره، ژمنه وکړه چې، د پروژو د پلي کېدو په برخه کې به له هیڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي