د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دوه ویشتمې ناحیې په لسم ګذرکې د(۷) کوڅو د کانکریټ کولو چارې روانې دي

17 میزان 1402

10632.jpg (1200 × 675)

د دوه ویشتمې ناحیې اړوند د لسم ګذر دبګرامیو د (الف) برخې په قلعه محسن او اتفاق پایین سیموکې د (۷) کوڅو د کانکریټ  کولو چارې چې، څه موده مخکې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګروملتونو د پروژوي خدمتونو ددفتر په مرسته پیل شوې وې اوس هم روانې دي. دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه (۱۴۵۰) متره اوږدوالی او له (۴)څخه تر (۵) مترو سور لري، دلښتیو په ګډون له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې بشپړې او ورسره جوخت به دیادو سیمو اوسیدونکو ته ګڼې سیمه ییزې او ښاري آسانتیاوې رامنځته شي. دغه راز ددغې پروژې له لارې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده