د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا، له پل سوخته څخه د کارته مامورین تردرې لارې پورې سړک د زیانمن شویو برخو دبیا رغولو چارې پیل شوې. د سړکوونو د بيارغونې مسؤل انجنير شريف الله قادري په دې اړه وويل: د دغه سړک هغه برخې چې د وخت په تېرېدو سره زیانمنې شوې دي، له فني او تخنيکي څېړنو وروسته، د پرمختللې ماشينرۍ په کارولو سره په اساسي او معیاري توګه بیا رغول کیږي. دا کار د سړکونو د بشپړ ویجاړېدو د مخنیوي او د عامه تأسیساتو د ساتنې او څارنې لپاره مهم دی
له پل سوخته څخه د کارته مامورین تردرې لارې پورې د سړک دبیا رغولو چارې پیل شوې
17 میزان 1402