د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ملکیت د سندونو د پړاوونو په اړه غونډه ترسره شوه

17 میزان 1402

10636.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ د پلان جوړونې او ښاري پراختیا د مرستیال ډاکتر صدرالدین تاجک او نورو مسئولینو په ګډون، د لومړۍ قبالې د پړاوونو، د وېشل شویو نمرو د پاتې پیسو ترلاسه کولو او د ملکیتونو اړوند د نورو سندونو په اړه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د لومړۍ قبالې د ورکولو، د اضافي پیسو تحویلولو، ودانیزو سرغړونو، استوګنیزو نمرو، د قسطونو د پاتې پیسو ترلاسه کولو، په تېرو کلونو کې د استملاکي کورونو په بدل کې د حقونو ورکولو، د نمرو د وېش، او د نمرو د پیسو ترلاسه کولو ، د ملکیتونو د ثبت او راجستر د معلوماتي بانک په جوړولو او د سوابقو نه درلودونکو ملکیتونو د برخلیک په اړه  د کابل ولایت له استناف محکمې،د ځمکو د تنظیم ادارې او نورو اړوند ادارو سره پر لا ډېرې همغږۍ ټنیګار وشو او اړینې پرېکړې ترسره شوې. کابل ښاروال تر بحث او خبرو وروسته وویل: په یادو برخو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په تمه یم، څو ښاریانو ته د سندونو د پړاوونو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او دوی ته خپل حقونه ورکړل شي او له بل لوري ښاریان وکولای شي خپل قانوني سند ترلاسه کړي. نوموړي وویل چې، دکابل ښاروالۍ د ملکیتونو ریاست دې په یوه ځواب ویونکې اداره بدله شي او د تېرو کلونو د شخړو د حل په موخه دې اړین ګامونه پورته کړي