د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته، د پنځمې ناحیې په (۲۰م) ګذرکې د هراتي سرای شاته وردګ بابا جومات ته نږدې د کوڅو کانکرېټ چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د معلومات پر بنسټ؛ دا کوڅې په ټولیزه توګه (۱۳۸۵) متره اوږدوالی او (۳،۵) متره سور لري چې، د لښتي په ګډون به یې چارې د( ۹) میلیونه افغانیو په لګښت تر راتلونکو دوه میاشتو پورې بشپړې شي. د یادې پروژې له لارې په ورځنۍ توګه (۱۲۷) تنو ښاریانو ته کاري بوختیاوې رامنځته شوې دي
د پنځمې ناحیې په ۲۰م ګذر کې د کوڅو کانکریټ چارې روانې دي
17 میزان 1402