د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې په ۲۵م ګذر کې د کوڅو کانکریټ چارې ۸۰ سلنه مخته تللې دي

17 میزان 1402

10643.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې ناحیې په(۲۵م) ګذر کې د(۷) کوڅو کانکرېټ چارې، (۸۰) سلنه مخته تللې دي چې ډېر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د معلومات پر بنسټ؛ دا کوڅې په ټولیزه توګه (۱۵۰۷) متره اوږدوالی او (۳) متره سور لري چې، د لښتي په ګډون به یې چارې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په ملاتړ  د (۱۰۰) زره امریکايي ډالرو په لګښت تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې د اوسیدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې حل شي. د دیادونې وړ ده چې، د دغې پروژې له لارې ګڼ شمېر ښاریانو ته کاري بوختیاوې هم رامنځته شوې دي