د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د کابل ولایت د علماؤ شورا له رئیس سره ولیدل

17 میزان 1402

10645.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل ولایت د علماؤ شورا له رئیس شیخ الحدیث خلیفه دین محمد سره په لیدنه کې د ښاري پلانونو د پلي کېدو په اړه بحث او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې کابل ښاروال د کابل ښار په کچه د برابرې پراختیا، دوامداره ښاري نظم، د ښاري ژوند د قانوني کېدو او ښاریانو ته د اړتیا وړ خدمتونو وړاندې کولو په برخو کې خپل پلانونه تشريح کړل او په پلي کېدو کې یې له علماؤ شورا څخه د مرستې غوښتنه وکړه. ورته مهال د کابل ولایت د علماؤ شورا رئیس له کابل ښاروالۍ سره د مرستو ژمنه وکړه او د سیمه ییزو او ټولنیزو ستونزو د حل په برخه کې یې خپل وړاندیزونه او نظرونه له کابل ښاروال سره شریک کړل. دغه راز کابل ښاروال د علماؤ شوار رئیس ته ډاډ ورکړ چې، د ښاریانو ستونزو ته به په وخت رسېدنه وشي. نوموړي د دې شورا له مخکنیو همکاریو څخه مننه وکړه او د دواړو لورو ترمنځ یې د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ. علماءاو خطیبان د ښاري پلانونو او برنامو په پلې کېدو کې اساسي رول لري او اړینه ده چې په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره د تېر په څېر همکار پاتې شي