د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هرات له زلزله ځپلو او زیانمنو کسانو سره د مرستې په موخه د چمتوالي غونډه ترسره شوه

18 میزان 1402

10647.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو ریاست له لوري د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو او علماؤ شورا له رئیسانو سره په هرات ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله له زیانمنو کسانو سره د مرستې په موخه د چمتوالي غونډه ترسره شوه. په غونډه کې د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو رئیس محمد ناصر کبیري له یادو شوراګانو څخه غوښتنه وکړه چې، د هرات له زیانمنو خلکو سره د مرستې لپاره دې ټول ښاریان وهڅول شي، څو په دې برخه کې خپله دیني او ملي دنده ادا کړي. نوموړي څرګنده کړه چې، کابل ښاروالۍ د هرات په غمیزه کې ځان شریک بولي او له زیانمنو کسانو سره مرستې کولو ته چمتو ده. د ګذر وکیلانو او د دیني علماؤ استازو ژمنه وکړه چې، د هرات له زیانمنو کسانو سره به د مرستې لپاره لاس پکار شي او له ټولو ښاریانو په تېره له ملي سوداګرو او پانګوالو سره په همغږۍ به د مرستو کڅوړې جوړې او ډیر ژر به یې هرات ولایت ته واستوي