د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د درېیمې ناحیې په دویم او درېیم ګذر کې د کوڅې، زینو او لښتي جوړولو پروژې چارې بشپړې شوې

18 میزان 1402

10649.jpg (1820 × 1024)

د درېیمې ناحیې په دویم او درېیم ګذر د قول سیدان او کاکه علي په سیمو کې د کوڅې، لښتي او زینو جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري او د درېیمې ناحیې د مرستیال مفتي اخترمحمد عثماني له لوري په داسې حال چې، د سیمې اوسېدونکو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د پروژو او برنامو د تنظیم رئیس په دې اړه وویل: په غرنیو سیمو کې د ښاري خدمتونو وړاندې کول یو ارزښتناکه کار دی چې، کابل ښاروالي او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو اداره ورته پام کوي. نوموړي زیاته کړه چې، له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د آسانتیاو رامنځته کولو په نیت به، ورته نورې پروژې هم په بېلابېلو ناحیو کې پلې شي. ورته مهال د درېیمې ناحیې مرستیال وویل: د دغو کوڅو په جوړېدو سره د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې ګڼ شمېر ستونزې حل شوې او له دوی یې وغوښتل چې په ساتنه کې یې همکار و اوسي، د یادونې وړ ده چې، په دویم ګذر کې کوڅې، زینې او لښتي په ټولیزه توګه (۱۱۷۵) متره اوږدوالی، له (۲) تر (۳) مترو پورې سور، او په درېیم ګذر کې کوڅې، زینې او لښتي په ټولیزه توګه (۳۹۷) متره اوږدوالی او له (۲) تر (۳) مترو پورې سور لري چې، د استنادي دیوالونو په ګډون، د (۱۵،۲) میلیونه افغانیو په لګښت د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته، د (۷) میاشتو په موده کې  په بنسټیزه توګه جوړې شوې دي