د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د وزیرآباد کانال د پاکولو چارې پیل شوې

18 میزان 1402

10651.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوري د هوايي ډګر په سیمه کې د وزیر آباد کانال د پاکولو چارې پیل شوې. ټاکل شوې ده له درېیم پروان څخه تر هوايي ډګر پورې د یاد کانال د څه باندې لس کیلو مترو په اوږدوالي برخه، له کثافاتو څخه پاکه شي. څه موده وړاندې د یاد کانال فرعي کانالونه، له سرای شمالي  څخه تر لب جر او د هنګرها تر څلورلاې پورې له کثافاتو پاک شوي وو. د دې لوی کانال د بندېدو اصلي لامل، په هغه کې د ښاریانو له لوري د کثافاتو اچول دي. له ټولو ښاریانو غوښتنه کیږي چې، د دې کانال پاک ساتلو ته پام وکړي، ځکه د بیاځلي پاکولو په برخه کې یې د کابل ښاروالۍ ډیری مالي او بشري سرچینې مصرف کیږي. د یادونې وړ ده چې د یاد کانال د اساسي پاکولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوري دوه بندونه هم جوړ شوي دي څو، د پاکولو پر مهال راټول شوي کثافات بېرته پاکو ځایونو ته ونه لیږدول شي