د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوري د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه د پنځلسمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د بندو لښتیو د پاکولو چارې روانې دي. اوس مهال د کابل ښاروالۍ پرسونل او ماشینري د میرزا عبدالقادر بیدل سړک په اوږدو کې د لښتي په پاکولو بوخت دي چې، له بده مرغه د یو شمېر ښاریانو له لوري پکې د کثافاتو اچولو له امله بند شوي وو. ښاریان باید د لښتیو پاک ساتلو ته پام وکړي څو په دې توګه د اورښت په موسم کې اوبه سړکونو ته را پورته نشي او د عامه تاسیساتو له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي
د پنځلسمې ناحیې د بندو لښتیو د پاکولو چارې روانې دي
18 میزان 1402