د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې په بازارونو کې ښاري نظم وڅارل شو

19 میزان 1402

10657.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست د مسئولینو له لوري د اتمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د بازارونو نظم وڅارل شو چې په پایله کې یې یو شمېر ښاري سرغړونو او په پلو لارو او سړکونو کې ناقانونه خنډونو ته رسېدنه وشوه. د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم رئیس مولوي محمد یونس مدثر په ټينګار سره وویل:هټیوالو او ګرځنده پلورونکو ته خبر ورکول کیږي چې، خپل مالونه په پلولارو کې ځای پر ځای نه کړي او د ښاري بې نظمۍ لامل ونه ګرځي. نوموړي زیاته کړه چې، د ښار په کچه په بازارونو کې ښاري نظم د حمایوي او تقویتي پروګرامونو له لارې څارل کیږي او هیڅ چاته اجازه نه ورکوي چې، په بېلابېلو پلمو ښاري نظم ګډوډ کړي. د ښاغلي مدثر په وینا له سرغړونکو سره قانوني چلند کیږي. ورته مهال د اتمې ناحیې رئیس سیدشاه حمیدي وویل: اوس مهال د کارته نو په بازار او نورو سیمو کې ښاري نظم رامنځته شوی دی او ښاریان د مسئولینو له کړنو خوښ دي. له یادو سیمو څخه ګرځنده پلورونکي  ټاکل شویو سیمو ته لیږدول شوي دي څو د ښاري ګډوډۍ لامل ونه ګرځي