د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د نهمې او شپاړلسمې ناحیې د مسئولینو کړنې و ارزولې

19 میزان 1402

10659.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د نهمې او شپاړلسمې ناحیې له اداري دفترونو څخه د لیدنې پر مهال د یادو ناحیو د مسئولینو کړنې و ارزولې. په دې لیدنه کې کابل ښاروال وویل چې، له کارکوونکو سره د مکافاتو او مجازاتو اصل له مخې چلند کیږي او هېڅ کارکوونکی حق نلري چې، د ښاري نظم په راوستلو، د ښاري خدمتونو د محصول په راټولولو، تنظیفي او د زرغونتیا خدمتونو په وړاندې کولو، د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو، د سیمه ایزو ستونزو د حل او د مراجعینو د سندونو په پړاوونوکې ځنډ او غفلت وکړي. په همدې توګه نوموړي د یادو ناحیو د اداري دفترونو د اړتیاوو او امکاناتو پوره کولو په برخه کې هم اړینې لارښوونې وکړې، څو دچارو په ترسره کولوکې د ځنډ او خنډ مخه ونیول شي. د ارزونو په لړ کې د اداري فساد او وظیفوي غفلت له امله به د یادو ناحیو درې تنه کارکوونکي له دندو ګوښه کړاى شي