الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ ـ برچي نښلوونکي سړک دجوړولو چارې ۶۰ سلنه مخته تللې دي

19 میزان 1402

10661.jpg (1820 × 1024)

د کمپنۍ- برچي نښلوونکي سړک دجوړولو چارې چې، د روان کال د غبرګولي په میاشت کې پیل شوې وې، تر دې دمه (۶۰) سلنه مخته تللې دي. د کابل ښاروالۍ د کار ،ساتنې او مراقبت ریاست د پلونو او سړکونو آمر انجنیر محمد داود ځواب وویل: دا سړک چې له قلعه ناظر سیمې څخه د نقاش ترحمام پورې په ټولیزه توګه (۲۲۷۴) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري ، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون د پنځمې او دیارلسمې ناحیې ترمنځ د جوړیدو په حال کې دی. اوس مهال چې د یاد سړک پاتې برخې قیر کولو ته د چمتو کېدو په حال کې دي، په اوږدو کې یې د کابل سیند پر سر د موټرو د تګ راتګ لپاره د دوه بنسټیزو پلونو د جوړولو  چارې چې، په ټولیزه توګه (۲۰) متره اوږدوالی او (۹،۶) متره سور لري هم روانې دي. نوموړي زیاته کړه چې، هڅه کوي څو د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې د دې سړک چارې بشپړې او ورسره جوخت به له یوې خوا د پل سوخته سیمې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او له بلې خوا به د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي