الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال دشپږمې او دیارلسمې ناحیې له اداري دفترونو لیدنه وکړه

19 میزان 1402

10663.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د شپږمې او دیارلسمې ناحیې له اداري دفترونو څخه د لیدنې پر مهال د یادو ناحیو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې، د ښاري خدمتونو د وضعیت د ښه کېدو په موخه دې بې درېغه هڅې وکړي.  دغه راز نوموړي وویل چې، د کابل ښاروالۍ کارکوونکي د ښاریانو خادمان دي او د دې ادارې له مراجعینو سره  باید نیک او ښه چلند وکړي. کابل ښاروال د دوامداره ښاري نظم، د ښاري خدمتونو د محصول راټولولو، له غصب د ځمکو بېرته راګرځولو، د تنظیفي او زرغونتیا خدمتونو وړاندې کولو او د چاپیریال او سیمه ییزو ستونزو د حل په برخه کې مسئولانو ته ځانګړې لارښوونې وکړې چې، په وینا یې له دې لارې د خلکو رضایت ترلاسه کیږي. په همدې توګه نوموړي د چارو په ترسره کولو کې د ځنډ او خنډ د مخنیوي په موخه، د یادو ناحیو د اداري دفترونو  اړتیاوې له ځان سره یاداشت کړې