د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ډبرو سکرو د پلور د څرنګوالي په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

20 میزان 1402

10665.jpg (1820 × 1024)

د ریاست الوزرا د اقتصادي کمیسیون د پرېکړې له مخې؛ د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني په مشرۍ او د کابل ښاروالۍ د مرکزي ریاستونو او یو شمېر ناحیو د رئیسانو په ګډون د ډبرو سکرو د پلورلو له قراردادي شرکت سره په کابل ښار کې د ډبرو سکرو د پلور د څرنګوالي په اړه د چمتوالي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال د کابل ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو د مسؤلینو ترمنځ پر شفافیت او لا ډېرې همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: د ډبرو سکاره باید په مستحقو او اړمنو کسانو  په ټیټه بیه وپلورل شي او په لوړه بیه یې له پلورلو ، احتکار او کیفیت څخه باید په دوامداره توګه څارنه وشي. ښاغلي سجستاني څرګنده کړه چې، د تېر کال له تجربو څخه باید درس واخیستل شي او زیانمنو سیمو ته دې مسئولین ډېر پام وکړي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسۍ، څارنې او ارزونې مرستیال او په کمیسیون کې د دې ادارې استازي محمد آصف جلالزي وویل: د کانونو او پطرولیم وزارت به د قرارداد له مخې سږ کال د ښاریانو د اړتیا وړ د ډبرو سکاره د یوه خصوصي شرکت له لارې په مناسبه بیه او لوړ کیفیت وپلوري. نوموړي اړمنو کسانو ته د ډبرو سکرو د پلور اندازه، د پلور ځایونو او د کیفیت او بیې د کنټرول په اړه د مارکیتونو د تنظیم ریاست، ناحیو او قراردادي شرکت د دندو او مکلفیتونو په اړه هم بشپړ معلومات وړاندې کړل. ورته مهال د ناحیو رئیسانو او د قراردادي شرکت استازي هر یوه په خپل وار د ډبرو سکرو د پلور د څرنګوالي په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل