الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اماني لېسې سړک زیانمنې برخې بیا ورغول شوې

20 میزان 1402

10667.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري، د دویمې ناحیې اړوند د آریانا له څلولارې څخه تر زنبق څلورلارې پورې د سړک زیانمنې برخې بیا ورغول شوې. د سړکونو د بیارغونې آمر انجنیر شریف الله قادري په دې اړه وویل: د یاد سړک ځینې برخې چې د وخت په تېرېدو سره زیانمنې شوې وې، له تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله د (۸۰۰) مترو په اوږدوالي او له (۱۶ تر ۲۶) متره سور سره بیا ورغول شوې. د یاد سړک د بیارغونې چارې د سړک دواړو خواوو ته د لښتیو تر بیارغونې او د جدولونو تر نصبولو وروسته ترسره شوې. دا کار له یوې خوا د ښاري تأسیساتو او زیربناوو د ساتلو په برخه کې خورا ډېر اهمیت لري، او بل خوا د عامه شتمنیو له بې ځایه لګښت څخه مخنیوی هم کوي