الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د اداري شورا غونډه ترسره شوه

20 میزان 1402

10669.jpg (1820 × 1024)

 د کابل ښاروالۍ د اداري شورا  غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ ترسره شوه. په دې غونډه کې چې، د کابل ښاروالۍ د مرستیالانو، د مرکزي ریاستونو او ناحیو د رئیسانو په ګډون ترسره شوه، د ودانیز جواز د ورکولو د کړنلارې پر مادو، د چاپیریال ساتنې د سرغړونکو د فعالیتونو د بندېدو پر صلاحیت، د هغه ګذر وکیلانو د نوماندېدلو چې، مؤکلین یې د صفایۍ د محصول کتابچه نه لري، د حقوقي او تخنیکي ستونزو د حل او یو شمېر نورو مسایلو په اړه بحث وشو او اړینې پرېکړې ترسره شوې. کابل ښاروال یو ځل بیا اړوندو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، د غوره ښاري خدمتونو وړاندې کولو لپاره ډېر کار ته اړتیا ده او دوی باید په خپلو دندو کې ګټورې کړنې ترسره او د لا ښو ښاری خدمتونو وړاندې کولو په موخه دې اوچت ګامونه پورته کړي