د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د رحمن بابا لېسې له زده کوونکو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

22 میزان 1402

10671.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د درېیمې ناحیې اړوند د رحمن بابا لېسې له زده کوونکو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین د دې لېسې زده کوونکي د ښاري کلتور پام کې نیولو ته وهڅول او ویې ویل: ښاري ژوند له یو لړ ښاري اصولو او قوانینو سره تړلی دی چې باید په پام کې ونیول شي. نوموړي له زده کوونکو وغوښتل څو د ښاري پلانونو او پروژو په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي، ځکه د ښوونځیو زده کوونکي د ښاري کلتور په دودولو کې ارزښتناکه رول لوبولی شي. په همدې توګه د رحمن بابا لېسې مدیر مولوي سمیع الله صدیقي له کابل ښاروالۍ سره د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل: په خپلو درسي برنامو کې به زده کوونکو ته د ښار پاکوالي، د ونو د خړوب، له عامه تأسیساتو د غوره ګټې اخیستنې او عامه شتمنیو د ساتنې په اړه معلومات ورکړي. نوموړي زیاته کړه چې که په ښاري ژوند کې ټول خپلو مسئولیتونو او مکلفیتونو ته پام وکړو، ډېر ژر به د ښار د آبادۍ او ښکلا شاهدان و اوسو. په دې غونډه کې د ښاري مسایلو په اړه د عامه پوهاوي یو شمېر ويډویي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول او په همدې توګه د زده کوونکو لپاره د پوښتنې او ځواب زمینه برابره شوه، څو په ښاري ژوند کې خپلو ټولنیزو مسئولیتونو ته پام وکړي. د غونډې په پای کې په زده کوونکو د عامه پوهاوي په اړه یو شمېر ډالۍ چې د کابل ښاروالۍ له لوري برابرې شوې وې، ووېشل شوې