د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د سلګونو ښاریانو عریضو ته رسېدنه وکړه

22 میزان 1402

10675.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د سلګونو ښاریانو عریضو ته رسېدنه وکړه او په اړوند یې مسئولانو ته ځانګړې لارښوونې وکړې. نوموړی د اونۍ په وروستیو ورځو کې د سلګونو ښاریانو عرايض له نږدې ګوري او د دوی ستونزې اوري او دغه رازا چاپیریالي او ښاري ستونزو ته د رسېدو په موخه د دوی له وړاندیزونو او نظرونو ګټه اخلي. هر ښاري کولای شي د خپلې ستونزې د حل په موخه عریضه وکړي او کابل ښاروال له نږدې وویني. ښاریان په ځانګړې توګه د دې ادارې مراجعین د اسنادو د کارونو په بشپړېدو کې د تېر په پرتله د کابل ښاروالۍ له کړنو خوشحاله دي او دا اداره د هر ډول ښاري خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې بې درېغه هڅې کوي. د یادونې وړ ده چې، په تېرو کلونو کې د ښاریانو کارونو ته د غفلت له امله رسېدنه نه کېده او ډیر وخت یې نیولو چې، ښاریانو ته یې ستونزې را ولاړې کړې وې