د پنځمې ناحیې په لسم او یولسم او د شپږمې ناحیې په ۲۰م ګذر کې د سړک او کوڅو جوړولو د ۳ پروژو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني او د هبیتات دفتر د استازو له لورې د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. ښاغلي سجستاني د هبیتات له دفتر څخه چې په بېلابېلو ناحیو کې یې د کوڅو او کوچنيو سړکونو د پخولو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته کړې ده مننه وکړه او ويي ویل: روان کال د کابل ښاروالۍ له لوري لسګونه پروژې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د ښار په کچه بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د نویو جوړو شویو سړکونو او کوڅو ساتنې ته پام وکړي، څو په دې توګه له ژر وېجاړېدو څخه یې مخنیوی وشي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري وویل: د پنځمې ناحیې په لسم ګذر کې سړک ۵۴۱ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري چې، د ۱۸،۵ متره په اوږدوالي یو لښتى، د ۶ متره په اوږدوالي او ۳،۵ متره په سور سره يوه پل، د ۴۲ متره په اوږدوالي یو استنادي دیوال چې پرې ۶ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، په ۱۱م ګذر کې سړک چې ۱۸۶ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري او د ۱۸ متره په اوږدوالي او د ۳ متره په سور سره د یوه پله، د ۸۴ متره په اوږدوالي د پلو لارو، د ۱۱۲ متره په اوږدوالي د یوه استنادي دیوال او د ۱۱۳ متره په اوږدوالي او د ۶ متره په سور سره د تیږو فرش په بڼه یي دویم سړک په ګډون پرې ۵،۵ میلیونه لګښت راغلی دی، د شپږمې ناحیې په ۲۰م ګذر کې د ۶۶۰ متره په اوږدوالي او په منځنۍ کچه د ۴ متره په سور سره یو سړک چې، د ۴۶۰ متره په اوږدوالي یو لښتي په ګډون پرې ۴،۵۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی د هبیتات دفتر په مرسته د ۶ میاشتو په موده کې جوړ شوي دي
د سړک او کوڅو جوړولو د ۳ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
22 میزان 1402