الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دوه ویشتمې ناحیې په ۱۸م ګذر کې د سړک جوړولو پروژه د بشپړېدو په حال کې ده

22 میزان 1402

10679.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته، د دوه ویشتمې ناحیې په ۱۸م ګذر د کمري په سیمه کې د(۶۵۰) مترو په اوږدوالي او د(۸) مترو په سور سره د یوه سړک د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي. د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي غوره ټولنیزو او ترانسپورتي آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي. له ښاري آسانتیاوو څخه بې برخې ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کول، یو له هغه لومړیتوبونو څخه دی چې، کابل ښاروالۍ ورته ډېره پاملرنه لري، په همدې غرض د یادې سیمې اوسېدونکو لپاره دغه د سړک جوړولو لومړنۍ پروژه طرحه او پلې شوې ده او په راتلونکي کې به هم ورته نورې پروژې طرحه او پلي شي