د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته، د ۱۶مې ناحیې اړوند په ۲۳م ګذر کې د افغان ګودامونو او قلعه احمد خان سیمو د کوڅو د کانکریټ کولو چارې روانې دي. پدې اړه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د پروژو د څار آمر انجینر ذبیح الله رحیمي وویل: پدغه پروژه کې د لښتیوپه په ګډون، په ټولیزه توګه د (۱۲۸۱) مترو په اوږدوالي او په منځنۍ کچه د (۴) مترو په سور د کوڅو جوړولو چارې دوام لري، چې تر اوسه یې چارو (۷۰) سلنه پرمختګ کړی دی، او له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادونې وړ ده چې، دیادې پروژې له لارې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده
د ۱۶مې ناحیې په۲۳م ګذرکې د کوڅو د کانکریټ کولو چارې روانې دي
22 میزان 1402