د کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۳ پرمختیايي پلان دجوړولو او پلي کېدو په اړه، دویمه تخنیکي غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ ترسره شوه. په دې غونډه کې چې، د کابل ښاروالۍ د مرستیالانو او یو شمېر مرکزي رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه، کابل ښاروال په خپلو خبروکې وویل: نوې ودانیزې پروژې دې د برابرې پراختیا د اصولو او لومړيتوبونو پر بنسټ، طرح او د ۱۴۰۳ کال په پرمختیايي پلان کې دې ځای ورکړل شي. دغه راز نوموړي اړوندو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، د نویو سړکونو د جوړولو پروژې دې د ماسترپلان له مخې لومړی سروې او بیا دې په معیاري توګه ډیزاین شي. کابل ښاروال زیاته کړه چې، تر استملاک لاندې ملکیتونو مالکانو ته دې د استملاک قانون له مخې حقوق ورکړل شي. کابل ښاروال د خپلو خبرو په دوام د تجهيزاتو او تأسيساتو د اړتياوو د ارزونې د بهير په چټکتيا ټينګار وکړ او د کابل ښار د لرليد، پراختيا او دوامدارې ودې لپاره يې خپل نظرونه وړاندې کړل او ويې ويل: په دې پلان کې به د اصلي او فرعي سړکونو جوړول او روښانه کول، دپلولارو، کانالونو، پلونو، پلچکونو، پارکونو او شنو سیمو جوړول؛ د ماشینونو او تجهیزاتو پیرودل، د یوشمېر پروژو ډیزاین، او د نورو ښاري تأسیساتو بیارغونه شامل وي. همدا رنګه کابل ښاروال سپارښتنه وکړه چې، د کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۳ پراختیايي پلان دې د مشورتي او تخنیکي بحثونو پر بنسټ، یو بشپړ او هر اړخیز پلان جوړ او وروسته دې پلی شي
د ۱۴۰۳ کال پرمختیايي پلان د جوړولوپه اړه دویمه تخنیکي غونډه ترسره شوه
25 میزان 1402