د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا، له سیاه سنګ سیمې څخه د کارته نو تر لومړي سړک پورې د سړک د یوې فرعي لیکې دقیرکولو چارې روانې دي. د کار، ساتنې او مراقبت رياست د سړک جوړونې کارکوونکي انجنير خان محمد وويل: دغه فرعي سړک(۱۵۵) متره اوږدوالی، او (۱۱،۶) مترو سور لري چې، دپلو لارو او ګلدانونو په ګډون به یې چارې ډیر ژر بشپړې او د ترافیکو په مخ به پرانیستل شي ددغه سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا په ترافیکي حجم کې کمښت او له بلې خوا د سېمې اوسېدونکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي
د کارته نو سړک د یوې فرعي لیکې دقیر کولو چارې روانې دي
25 میزان 1402