الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې د خلکو شوراګانو د هرات ولایت له زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستو کڅوړې چمتو کړې

25 میزان 1402

10693.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې ناحیې د علماوو، ګذروکیلانو او ځوانانو شوراګانو، د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه، د دې ناحیې د عامو خلکو په ځانګړې توګه د ملي سوداګرو او پانګه والو په همغږۍ، د مرستې کڅوړې چمتو کړې دي چې ډیر ژر به هرات ولایت ته واستول شي. د شپږمې ناحیې رئیس مولوي محمد ایوب ثابت وویل: په دې مرستو کې یوه اندازه جامې، ځینې ضروري وسایل او(۶۴۹۷۴۳) افغانۍ نغدې پیسې شاملې دي، چې، د هرات ولایت له زلزله ځپلو خلکو سره د غم شریکۍ په موخه، یاد ولایت ته استول کیږي.  ښاغلي ثابت څرګنده کړه چې، دکابل ټول ښاريان به د خپلو ملي او ديني مسؤلیتونو په سرته رسولو سره دهرات له زلزله ځپلو وګړو سره مرسته وکړي