الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شلمې ناحیې په اړوند سیمو کې د لرګیو دلیږد موټرو د هډې لپاره مناسب ځای ټاکل شوی دی

26 میزان 1402

10695.jpg (1200 × 675)

د ښاري نظم  او ښاريانوته د آسانتیاو رامنځته کېدو په نیت، دکابل ښار سویل خواته د شلمې ناحیې اړوند د دشت سقاوه د تېلو زیرمې ته څېرمه د لرګیو  لیږد موټرو د هډې لپاره مناسب ځای ټاکل شوی دی. د شلمې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور عمري  په دې اړه وویل: دا سیمه (۲۰) جریبه مساحت لري چې، د خوست، لوګر، پکتیا، پکتیکا او ننګرهار ولایت د لوړ توناژ لرونکي موټر دې ځای ته لیږدول کیږي او وروسته ښاریان کولای شي د کوچنیو موټرو په وسیله خپل د اړتیا وړ لرګي له دې ځایه د ښار نورو سیمو ته ولیږدوي. نوموړي زیاته کړه چې، کابل ښاروالي په دې سیمه کې د جغل اچولو سربېره نورې ښاري آسانتیاوې هم رامنځته کوي او ښاریانو ته به پکې له قانون سره سم د هټیو او رستورانتونو د جوړولو  اجازه هم ورکړل شي. په دې سیمه کې د یوه جومات، ښاري تشنابونو او نورو اړتیاوته هم  ځمکه په پام کې نیول شوې ده