الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له بادام باغ څخه تر باغ بالا پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

26 میزان 1402

10697.jpg (910 × 512)

د بادام باغ او باغ بالا ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې وې، په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست د مسؤلینو په وینا؛ دغه سړک چې، (۹۰۰) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، د سړو موسم  تر رسېدو وړاندې به په بنسټیزه توګه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. اوس مهال د یاد سړک د بنسټیزو برخو د جوړیدو چارې روانې دي، چې ډېر ژر به یې د بشپړو شویو برخو د قیر کولو چارې هم پیل شي. د سړک جوړونې په دې پروژه کې د استنادي دېوالونو، پلولارو او لښتیو جوړول شامل دي چې، د څلورمې، پنځمې او اولسمې ناحيو ځینې سیمې یو بل سره نښلوي. ددغه سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د ښاريانو لپاره ګڼې آسانتياوې رامنځته او له بلې خوا به د ګاونډيو سيمو اقتصادي ودې ته هم زمینه برابره شي