
د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزرا محترم مقام په منظورۍ، ښاغلی مفتی سمیع الله سعید د دوه ویشتمې ناحیې د نوي رئیس او ښاغلی انجنیر محمد بشیر امانی د کابل ښاروالۍ د ځمکو د بیا پراختیا او تنظیم ریاست د نوي رئیس په توګه وګمارل شول او د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر د رٸيس حافظ عبدالقدیر حقانی له لوري همکارانو ته ور وپېژندل شول. د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رٸيس د چارو د ښه مخته وړولو او پلانونو په برخه کې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه لارښوونې شریکې کړې او ویې ویل: مفتی سمیع الله سعید یو ژمن، پوه او تجربه لرونکی شخص دی چې، د دوه ویشتمې ناحیې د معیاري ودې لپاره به غوره او ګټورې کړنې ترسره کړي په همدې توګه انجنیر محمد بشیر اماني هم، تجربه لرونکی او ژمن شخص دی چې، په پلاني د غیر پلاني سیمو بدلولو برخه کې به ګټورې کړنې ترسره کړي، څو له خدمتونو محروم ښاریان لا غوره ښاري آسانتیاوو او زیربناوو ته لاس رسی ومومي


